د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وايي، ټرمپ ته احترام لري؛ خو بخښنه به ورنه هیڅ وخت ونه غواړي.
هغه له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، فکر نه کوي، چې کومه تېر وتنه یې کړې وي.
نوموړي زیاته کړې، چې له هر چا زیات د اوکراین جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.
د یادونې ده، چې د ټرمپ، د هغه د مرستیال او زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه اوس د رسنیو سر ټکی ګرځېدلی دی.

