د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي روسیې ته خبرداري کې ویلي، که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ.
نوموړي ویلي، چې تېره اوونۍ روسیې له ۱۰۵۰ څخه زیات بریدکوونکي ډرونونه، نږدې ۱۳۰۰ بمونه، او له ۲۰ ډېر توغندي پر اوکراین ویشتي دي.
زیلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې روسیې د اوکراین پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي.
د یادونې ده چې تېره اوونۍ زیلنسکي واشنګټن ته د سفر پر مهال، له دونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جیډي وینس سره وکتل، چې دا لیدنه په سپينه ماڼۍ کې د بېساري لفظي شخړې لامل هم شوه.

