د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ته یو لیک کې لیکلي، چې تاسې اوس په امریکا بوج یاست او د هغوی په وعدو باید ونه غولیږئ.
نوموړي ویلي، دا چې امریکا درته وایي:«ترپایه به درسره یوو، معنی دا، چې ستاسې د پای شاهدان به یوو.»
صالح زیاته کړې، زیلنسکي باید اروپا باندې هم باور ونه کړي، ځکه امریکا یې وایي او اروپا عمل کوي.
صالح په لیک کې وړاندې ویلي، چې که زیلنسکي په دې اړه توضیحات غواړي، نو ده ته دې مسیج وکړي، چې هر څه ورته ووایي.
صالح دغه راز ویلي، چې دا هغه درس دی، کوم چې دوی له ډېرو سختیو وروسته اخیستی.

