سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهزهران ممداني؛د نیویارک د ښاروال په توګه پر قرآن الکریم لوړه وکړه

زهران ممداني؛د نیویارک د ښاروال په توګه پر قرآن الکریم لوړه وکړه

زهران ممداني د نوي زېږدیز کال په لومړیو شېبو کې د امریکا د نیویارک ښار د ښاروال په توګه خپله رسمي لوړه وکړه.

د لوړې مراسم د نیویارک په تاریخي زاړه سټي هال سبوې سټېشن کې ترسره شول، چې پکې نوموړي د مسلمانانو پر سپېڅلي کتاب، قرآن الکریم، لوړه وکړه.

د نیویارک ایالت څارنوالې لېټېشیا جېمز له هغه لوړه واخیسته او ممداني ژمنه وکړه چې د امریکا اساسي قانون او د نیویارک ایالت قوانین به عملي کوي.

مهمه دا چې ممداني د امریکا په تاریخ کې له هغو محدودو لوړپوړو منتخب چارواکو څخه دی چې د قرآن الکریم پر کتاب یې د ښاروالۍ لوړه کړې ده، چې دا چاره د امریکا د مذهبي تنوع، مدني ازادۍ او سیاسي ګډون یو مهم سمبول بلل کېږي.

څلور دېرش کلن ممداني د نیویارک ښار لومړنی مسلمان ښاروال دی او ویلي یې دي چې د ژوند د لګښتونو کمول، د کورونو د کرایو کنټرول او وړیا عامه ترانسپورټ به یې د حکومت اساسي لومړیتوبونه وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here