د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د ملا برادر او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د مارچ ۲۰۲۰ کال تلیفوني خبرې دوستانه او مثمرې وې، چې په درناوي سره پای ته رسېدلې.
هغه ویلي، د خبرو ژباړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مسلکي ژباړونکي کوله.
خلیلزاد پر هغو رسنیو نیوکه کړې چې د دې مکالمې په اړه جعلي او بېباوره خبرونه خپروي او ویلي یې دي، چې هغه څوک چې نه رښتینې سرچینې لري، نه د پالیسي جوړوونکو لاسرسی، او نه د ژورنالیزم اصول مراعاتوي، دروغ خپروي.

