سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:پخوانی حکومت فاسد وو؛ نو ځکه د امریکا له ملاتړ سره...

زلمی خلیلزاد:پخوانی حکومت فاسد وو؛ نو ځکه د امریکا له ملاتړ سره سره مات شو

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، سره له دې چې د افغانستان پخواني حکومت د امریکا پراخ ملاتړ درلود، خو په حکومتولۍ، جګړه او خبرو کې یې ښه مدیریت نه درلود، ځکه ناکام شو.

خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پخوانی حکومت “فاسد و، د مفسدو خلکو لاس ته لوېدلی و، او یوازې په تبلیغاتو کې ماهر وو.”

نوموړي ټینګار کړی چې دغه حکومت د افغانانو لپاره یو مهم تاریخي فرصت له لاسه ورکړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here