پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:نړیوال دې د طالبانو پر حکومت یوازې نېوکې نه کوي؛ بلکې...

زلمی خلیلزاد:نړیوال دې د طالبانو پر حکومت یوازې نېوکې نه کوي؛ بلکې مرستې دې هم وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو وروستي پرېکړه‌لیک ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، که له افغانستان سره د مرستې کومه عملي طرحه ونه لري؛ نو دا یو شرم ناک ګام دی.

نوموړي پوښتلي، چې له دې پرېکړه‌لیک ملاتړ کوونکي هېوادونه څومره د بشري حقونو ښه سابقه لري او له خپلو ښځو سره عادلانه چلند کوي؟

خلیلزاد ویلي، افغانستان تازه له جګړو راوتلی؛ خو ګاونډیان‌یې زرګونه کډوال ورستنوي.

نوموړی وایي، د افغان نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید پای ومومي؛ خو نړیوال دې یوازې نېوکې نه کوي، بلکې عملي مرسته دې هم وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here