د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د کاليزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې هېواد اوس له اوږدو جګړو وروسته د زیات امنیت شاهد دی او د نشهيي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې افغانان لا هم له جدي اقتصادي ستونزو، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو، او د پخوانیو سیاستوالو د تېروتنو د تکرار هڅو سره مخ دي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د بدلون اړتیا شته او دا بدلون باید د فکر بدلون وي.
هغه ویلي چې افغانان د دغو ننګونو د ماتولو وړتیا لري او هیله یې څرګنده کړې چې بریالي به شي.

