د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې د ښځينه ډاکټرانو کمښت د افغان نجونو او ښځو روغتيا ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.
نوموړي ویلي، چې طالبان ادعا کوي ښځې خوندي دي؛ خو په حقيقت کې هغه ښځې چې حياتي طبي مرستې ته اړتيا لري، خوندي نه دي.
هغه زياته کړې، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله بايد د ښوونځيو او پوهنتونونو او د ښځينه لوړو زده کړو پر بنديز بيا غور وکړي، ځکه چې افغانستان ښځینه ډاکترانو او متخصصینو ته ډېره اړتیا لري.

