د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې هند او پاکستان باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د کشمیر پېښې او ورپسې د هند بریدونه یوه وېروونکې لړۍ ده.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د وېرې او وحشت لارې تعقیبول د فاجعې سبب ګرځي او دواړه هېوادونه باید د لا زیات کړکېچ مخه ونیسي.

