د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو له لوري د افغان ملکي وګړو د مرګژوبلې په اړه خپاره شوي راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان عام خلک د هغو تګلارو ملاتړي نه دي چې له امله یې افغان ملکي وګړي زیانمن کېږي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د ولس او د دغه هېواد د واکمنو بنسټونو ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي.
خلیلزاد زیاته کړې چې د سیمې ثبات هغه مهال شونی دی چې ملکي وګړي خوندي وي او د تاوتریخوالي سیاستونه پای ته ورسېږي.

