سه شنبه, مارچ 24, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:د پاکستان برید پر کابل ناکام و او اوس د جګړې...

زلمی خلیلزاد:د پاکستان برید پر کابل ناکام و او اوس د جګړې او ناپایداره حالت احتمال زیات شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان وروستی برید پر کابل ناکام ښکارېږي او داسې ښکاري چې هدف شوی کس په کابل کې نه و.

نوموړي په خپله تازه لیکنه کې ویلي، د پاکستاني جېټ الوتکو لخوا د کابل پر فضا تګ راتګ او د غږ د پولې ماتول د سیمې د وضعیت د لا ترینګلتیا نښه ده، او اوس د جګړې او ناپایداره حالت احتمال زیات شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې، ځینې افغان مشران د سمدستي غبرګون غوښتونکي دي؛ خو په داسې حالاتو کې ډيپلوماسي کولی شي د کړکېچ مخه ونیسي.

د هغه په وینا، د پاکستان د دفاع وزیر او د استخباراتو مشر (ISI) دا سیګنال ورکړی چې غواړي کابل ته سفر وکړي؛ خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا هدف یې د طالبانو له حکومت سره خبرې دي او که له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره.

خلیلزاد ټینګار کړی، چې کله عمران خان واکمن و، له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو له لارې یو اوربند رامنځته شوی و، او که هغه نه وای بندي شوی، ښایي دا بهیر بریالی شوی وای او زرګونه پاکستاني وګړي به نه وژل کېدل.

هغه ویلي، پاکستان اوس د ګډوډۍ، ناامنۍ او ترهګرۍ پر لور روان دی، او که د اسلام‌اباد واکمنان لا هم غواړي چې له دې وضعیت ووځي، باید د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: «زه خوش‌بین نه یم، خو که نړیوال قدرتونه پر پاکستان فشار راوړي او له هغه سره رغنده تعامل وکړي، ښايي د یوې پراخې جګړې مخه ونیول شي.»

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here