د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوه ځله د ایران مشرانو ته څرګند پیغام استولی او هغوی ته یې د بدلون غوښتونکو پر وړاندې د وژونکي ځواک د کارولو پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.
نوموړي ویلي، د دې پیغام د ایران د ولس له لوري هرکلی شوی او خلکو ته یې د خپلو حقونو د مبارزې لپاره هڅونه ورکړې ده.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې ځینې خلک د ۱۹۵۶ کال د هنګري او د ۱۹۹۱–۹۲ کلونو د عراق د پېښو تکرار ته اندېښمن دي؛ هغه مهال چې د امریکا مثبتو څرګندونو عملي اقدام ونه درلود او پراخ تاوتریخوالی وشو.
د هغه په وینا، د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي ښايي فکر وکړي چې ټرمپ یوازې ګواښ کوي؛ خو دا به ستره تېروتنه وي.
زلمي خلیلزاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو له قوله ویلي، ولسمشر ټرمپ لوبې نه کوي، هغه چې څه وايي، پر هغه ولاړ وي.
نوموړي د ایران مذهبي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې د ټرمپ د سختو څرګندونو جدي مانا درک کړي.
هغه همداراز د عراق مشرانو ته هم خبرداری ورکړی چې ایران ته د ملیشو د لېږلو په اړه له هر ډول پرېکړې مخکې ښه فکر وکړي، ځکه د بدلون او ازادۍ غوښتونکو ایرانیانو پر وړاندې درېدل هغه لوری نه دی چې دوی یې باید انتخاب کړي.

