د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د جنورۍ پر درېیمه په وینزویلا کې زموږ عملیات بې له شکه ډېر بریالي وو.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دغه عملیاتو د امریکا د لوړو وړتیاوو، نوښتګرو مفکورو او دقیق عملي کېدو څرګندونه یې وکړه.
د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو د تلپاتې ستراتېژیک اهمیت په اړه وروستۍ پرېکړه به هغه وخت ممکنه وي چې موږ وکولای شو وینزویلا د امریکا د امنیتي او اقتصادي شریک په توګه باثباته کړو او دا هېواد د قانون د حاکمیت تر چتر لاندې په یوه سوکاله ټولنه بدل شي.

