سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeکورپاڼهزلمی خلیلزاد:د هند او پاکستان جګړه خطرناک پړاو ته داخله شوې

زلمی خلیلزاد:د هند او پاکستان جګړه خطرناک پړاو ته داخله شوې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د هند او پاکستان ترمنځ روانه شخړه د اندېښنې وړ ده.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا جګړه اوس خطرناک پړاو ته رسېدلې ده.

هغه ویلي: «دواړه هېوادونه اوس خپل حیاتي نظامي تاسیسات د برید د هدفونو په لیست کې شاملوي. دا وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوس مهال هند او پاکستان په یو بل بریدونو ته زور ورکړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here