د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، راپورونه یې تر لاسه کړي چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت لوړپوړی سلاکار، فاروق اعظم له بند څخه خوشې شوی دی.
زلمي خلیلزاد فاروق اعظم وطندوست بللی او څرګنده کړې چې که دا خبر ریښتیا وي، نو دا به یو خوښوونکی خبر وي.
تر دې وړاندې د یاد وزارت ځینو سرچینو رسنیو ته تأیید کړې وه چې فاروق اعظم د نامعلومو علتونو له مخې د طالبانو حکومت نظامي محکمې ته لېږلی دی.

