د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د انټرنېټ د بندیز پرېکړه بېمانا او ناسمه ده.
ښاغلي خلیلزاد پوښتلي: «شیخ هبت الله په کوم اساس فکر کوي چې افغانان انټرنټ یواځې د فحشا لپاره کاروي.؟»
هغه ویلي، چې د شیخ هبت الله دا پریکړه له سپکاوي ډکه او یوه لویه تیروتنه.
هغه دغه راز ویلي چې د انټرنېټ بندیز د هیواد پر پانګونه او اقتصاد لوی اغیز لرلی شي.

