د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د داعش خراسان ډلې مشر حسن د پاکستان په کراچۍ ښار کې وژل شوی دی.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو اړوند ویب پاڼې «المرصاد» راپور شریک کړی او پوښتنې یې راپورته کړې دي چې حسن څومره مهم و، په کراچۍ کې یې څه کول او چا وواژه؟
هغه که څه هم په ښکاره ډول پاکستان نه دی تورن کړی، خو دده پوښتنې د اسلاماباد پر رول د شک څرګندونه کوي.
د المرصاد په وینا، د حسن وژل دا څرګندوي چې کراچۍ د داعش خراسان ډلې د پټنځایونو او استخباراتي روزنې یو مهم مرکز ګرځېدلی دی.

