د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په داسې حال کې چې د قطر او ترکیې استازي په استانبول کې له افغان او پاکستاني پلاویو سره جلا جلا لیدنې ترسره کوي، په کندهار کې د بولدک او وېش په سیمو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.
خلیلزاد ویلي، که دا راپورونه سم وي؛ نو دا د څو ورځو مخکې د شوې هوکړې ښکاره سرغړونه ده او هغه اعتماد کمزوری کوي چې د یوې پایدارې موافقې لپاره ضروري دی.
نوموړي ټینګار کړی چې اسلاماباد باید د نننیو بریدونو په اړه روښانه وضاحت وړاندې کړي.

