د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوکراين د احتمالي خبرو اترو په اړه د وال سټریټ ژورنال اندېښنو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې له اوکراين سره هېڅ ډول پرتله نه لري.
خلیلزاد په یوه تازه څرګندونه کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه د امریکا جګړه وه، امریکايي سرتېري وژل کېدل او د همدې جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا او طالبانو مستقیمې خبرې اړینې وې.
هغه زیاتوي چې د دې برخلاف، په اوکراين کې جګړه د اوکرايني ځواکونو له لوري پر مخ وړل کېږي او امریکا په هغه ډول په جګړه کې ښکېله نه ده.
نوموړي ادعا کړې چې د افغان دولت د مذاکراتو له بهیره د ایستلو خبرې سمې نه دي، او په لومړیو پړاوونو کې امریکا د طالبانو او افغان حکومت تر منځ منځګړې دیپلوماسي رهبري کوله.
د ده په وینا، کله چې له دواړو خواوو سره جلا تفاهمونه تر لاسه شول، بیا افغان حکومت او طالبان مخامخ خبرو ته کېنول شول، که څه هم دغه بهیر بریالی نه شو.
خلیلزاد ټینګار کوي چې د افغانستان قضیه له دې امله جلا ده چې د شل کلنې جګړې وروسته امریکایي سرتېري ووتل؛ خو د اوکراين جګړه د اوکرايني پوځ له لوري مخ ته وړل کېږي.
هغه ویلي، د افغانستان جمهوري نظام په دې خاطر ونړېد چې د ده په وینا «د پوځ لیکې ویلې شوې او مشرتابه هېواد پرېښود.»

