د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري په خپلو وروستیو څرګندونو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې ته اشاره کړې؛ خو دا یو ناسم درک دی چې ګواکې دغه هوکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل هم رانغاړي.
خلیلزاد ویلي، که څه هم د دوحې هوکړه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه نه ده؛ خو دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې ورته هوکړې پر امکان د فکر کولو لاره پرانیزي.
د هغه په وینا، که افغانستان او پاکستان داسې دوهاړخیزه هوکړه وکړي چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي، څو هېڅ فرد یا ډله، د داعش او ټيټيپي په شمول د دوی له خاورې د بل هېواد پر ضد د امنیتي ګواښ لپاره استفاده ونه کړي؛ نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
خلیلزاد زیاته کړې، چې دا ډول هوکړه باید د درېیم لوري تر څار لاندې عملي شي، څو د ژمنو پر تطبیق باور رامنځته شي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو له مشرانو سره د وروستیو خبرو پر بنسټ باور لري، چې هغوی د داسې یوې هوکړې د خبرو اترو لپاره چمتو دي، او ټینګار یې کړی چې دا به د افغانستان او پاکستان د اړیکو لپاره بدلون راوستونکې هوکړه وي.
خلیلزاد په پای کې ویلي، چې د دې نوښت د عملي کېدو لپاره اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی.

