د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د ناکامۍ په اړه ناامیدي ښودلې ده.
هغه ټینګار کړی چې د ترکیې او قطر د منځګړیتوب هڅې باید دوام ومومي.
خلیلزاد ویلي چې پاکستان په ښکاره توګه منلې وه چې د مخالفو ډلو لپاره یې پناه او ملاتړ برابر کړی او نړۍ هم له دې کار سره بلده ده.
هغه زیاته کړې چې قطر او ترکیه باید دواړه خواوې وهڅوي چې د اصل «د یو بل د خاورې څخه د امنیت پر ضد د ګواښونو کارول» ومني، د سرغړونو شاخصونه مشخص کړي او یو څارنیز سیستم جوړ کړي.
خلیلزاد ټینګار کړی:« دا کار اسانه نه دی؛ خو باید وشي. پاکستان باید واقعبین وي او د طالبانو حکومت هم باید همکاري وکړي.»

