د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایران د اوبو د سختو ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د ایران د اوبو زېرمتونونه له درېیمې برخې کم ظرفیت لري او د تهران د څښاک اوبو مهم ډنډ «امیرکبیر بند» یوازې نږدې اته سلنه اوبه لري.
خلیلزاد زیاتوي چې د اوبو دا بحران دومره جدي شوی چې د ایران دننه د پلازمېنې د دایمي لېږد موضوع هم تر بحث لاندې ده او کېدای شي تهران د مکران سیمې ته انتقال شي؛ خو پوښتنه دا ده چې ایا ایران د داسې ستر بدلون وړتیا لري او څومره وخت به ونیسي؟
هغه ټینګار کوي چې موجوده وضعیت یوازې د وچکالۍ پایله نه ده، بلکې د حکومت د ناسمو سرچينې مدیریت، کمزورې پلان جوړونې او پر وخت د حل لارو د نشتون نتیجه ده.
د خلیلزاد په وینا، د لوېدیځ اذربایجان په «دورګا سنگي» کې د لمدو ځايونو بشپړ وچېدو د سیمې د خلکو او ژوو ژوند له سختو شرایطو سره مخ کړی دی.

