د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان او هند ترمنځ د جوړجاړي او اوربند په تړاو د ټرمپ اداره ستایلي او د هغوی هڅې یې ګټورې بللې.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د ټرمپ اداره د دغې تړون د اسانتیا لپاره د اعتبار وړ ده او امریکا تل هڅه کوي چې د جنګ مخه ونیسي.
خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن د هند او پاکستان ترمنځ د څو ورځو تاوتریخوالي وروسته د اوربند موافقه وشوه.

