د طالبانو حکومت یو پلاوی د دوشنبې په ورځ د «تاشکند نړیوال کنفرانس» کې د ګډون لپاره ازبکستان ته سفر وکړ، چې مشري یې د طالبانو حکومت د صنعت او تجارت وزارت سرپرست کوله.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، تاشکند غواړي له افغانستان سره خپلې اقتصادي او تجارتي اړیکې پراخې کړي.
خلیلزاد په ایکس کې د ازبکستان د ولسمشر او د طالبانو حکومت د پلاوي د لیدنې انځور هم خپور کړی دی.

