پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeکورپاڼهزلمی خلیلزاد:ازادي راډیو او امریکا غږ د امریکا د سیاستونو د ملاتړ...

زلمی خلیلزاد:ازادي راډیو او امریکا غږ د امریکا د سیاستونو د ملاتړ پر ځای، مخالفت زیات کوي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ایلان ماسک له غوښتنې څخه ملاتړ کړی چې د رادیو ازادي او د امریکا غږ رسنیو فعالیتونه دې وتړل شي.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د دې رسنیو فعالیتونه، په ځانګړې توګه د ازادي راډیو د اروپا برخې، باید وڅېړل شي.

نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې دا پروګرامونه له نږدې تعقیبوي، ځینې برخې یې داسې ښکاري چې د فعالانو له خوا اداره کیږي، نه د ژورنالیستانو.

هغه ویلي، پرځای د دې چې د امریکا د سیاستونو ملاتړ وکړي، مخالفت یې کوي.

خلیلزاد دغه راز ویلي، چې د امریکایي مالیه ورکونکو پیسې باید د امریکا د مخالفو ګټو لپاره ونه کارول شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ایلان ماسک غوښتنه کړې وه چې د ازادي راډیو او امریکا غږ فعالیتونه دې وتړل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here