په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د مرستو پر دوام، چین اعلان کړی، چې ۵۰ میلیونه یانه اضافي بشري مرسته کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لېن جیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې مرستو کې به خیمې، کمپلې، ترپالونه، خوراکي او نور بېړني توکي شامل وي.
چین تر دې وړاندې هم زلزله ځپلیو ته د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت بېړنۍ بشري مرسته راستولې وه.

