د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د بشري حقونو په اړه مهم بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی.
نوموړي پر ایکس لیکلي چې نن د افغانستان د بشري حقونو د بحران په تړاو یوه مهمه پېښه شوې ده.
لینډسي د بشري حقونو د څار سازمان، الین پیرسون، فرشته عباسي، شمیمه عالمزي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بېنیټ هڅې ستایلي دي.
که څه هم د دې پېښې جزیات نه دي افشا شوي، څارونکي وایي دا ښايي د طالبانو د حکومت پر ضد د نړیوالو قانوني اقدامونو یا تازه اسنادو خپرېدو ته اشاره وي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د لینډسي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

