د افغانستان لپاره بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي د افغانستان د خپلواکو رسنیو له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې ویلي، چې رسنۍ د هېواد دننه او بهر د افغانانو د غږ د رسولو لپاره بنسټیز رول لري.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د رسنیو ترمنځ ګډ کار کولای شي د افغانانو غږ نړیوالو ته ورسوي او د ټولنې ستونزې په اغېزمن ډول منعکس کړي.
لېنډزي زیاته کړې، چې د بیان ازادي د یوه خوندي، ټولشموله او سوکاله افغانستان لپاره اساسي ارزښت لري او پرته له ازادو رسنیو د ټولنې پرمختګ ناشونی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ خبریالان د فعالیت له ستونزو سره مخ دي.

