د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په واشنګټن کې د افغان کډوالو له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د یوه کس عمل باید د ټول ملت د سزا لامل نه شي.
هغه دا کار ناانصافي او بېمعنا بللی دی.
په ورته وخت کې شاون وانډایور، چې د افغان کډوالو د خپلسري انتقال پر چارو کار کوي، هم ټینګار کړی چې د یوه فرد ناسم عمل باید د ټولو افغانانو د بدنامۍ سبب ونه ګرځي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ۲۹ کلن افغان رحمانالله لکڼوال په واشنګټن کې دوه سرتېري ژوبل کړل او له دې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بایډن د حکومت پر مهال د تللو افغانانو د دوسیو د بیا کتنې امر وکړ.
د امریکا د کډوالۍ اداره هم د افغانانو د غوښتنلیکونو پروسس تر نامعلومې مودې ځنډولی دی.

