د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ یو پرېکړهلیک د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړی.
ریچارډ بېنیټ پهدې پرېکړهلیک کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه له نړیوالو یو لړ غوښتنې کړې دي.
دغه پرېکړهلیک چې د دې شورا تر څلویښتو ډېرو غړیو تصویب کړی، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه پکې ژوره اندېښنه ښودل شوې.
دغه پرېکړهلیک کې له نړۍوالو غوښتل شوي، چې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونکو سره حساب وشي.
په دغه پرېکړهلیک کې د اعدامونو په ګډون د طالبانو لهخوا د جسمي مجازاتو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او ټینګار شوی چې د سنګسار په څېر مجازات غیر انساني دي.

