پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستانریچارډ بینېټ:په ایران کې د سلګونه افغان کډوال جبري شړنه روان بحران...

ریچارډ بینېټ:په ایران کې د سلګونه افغان کډوال جبري شړنه روان بحران لا ژوروي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنیټ، ویلي چې په ایران کې سلګونه افغانان او د قومي‌ او مذهبي لږکیو غړي د «جاسوسۍ» په تور نیول شوي دي.

نوموړي د افغان کډوالو پر وړاندې د تبعیضي چلند، تاوتریخجنې ویناوو او کرکه‌پارونکو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې.

ملګري ملتونه وايي، له ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل روان بشري بحران لا ژوروي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې لسګونه زره کسان بې له سرپناه او مرستې بېرته افغانستان ته شړل شوي.

یو شمېر ایستل شویو کډوالو د نیولو، ناوړه چلند او د نامعلوم برخلیکونو راپورونه ورکړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here