سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeافغانستانریچارډ بینېټ:د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو...

ریچارډ بینېټ:د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسيت پر بنسټ سیستماتیکې ځپنې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ریچارډ بینټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي د ورځې د پیلېدو په مناسبت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول لوی جرم دی او په وینا یې دا جرم د طالبانو له لوري ترسره کېږي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په راتګ بندیز ولګوو او هغه یې د پروپاګند په خپرولو تورن کړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here