د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنت، ویلي چې د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم هغو هېوادونو ته یو څرګند پیغام دی چې غواړي د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي کړي.
ریچارډ بنت په اکس لیکلي، طالبان د ښځو او نجونو اساسي حقونه او کرامت تر پښو لاندې کوي، او د نیولو دا حکم د عدالت پر لور یو لوی ګام دی، په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نړیوالې جزایي محکمې د بشریت ضد جرمونو له امله د شیخ هبتالله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادر کړ.
بل لورته د طالبانو حکومت دا حکم بېاساسه بللی او ویلي یې دي چې نړیوال جزایي عدالت نه مني.

