رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې یو کس تېره میاشت د مارکو روبیو په جعلي غږ، چې د مصنوعي هوش (AI) له لارې تولید شوی و، ځان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر معرفي کړی و.
راپور وایي چې دغه جعلي کس د درېیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او دوو امریکايي چارواکو سره اړیکه نیولې، چې تماسونه د پیغامرسولو “سیګنال” اپلیکېشن له لارې د غږیزو او لیکلي پیغامونو په بڼه لېږل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو یادښت کې ویلي، دا عمل د دې لپاره شوی چې د هدف کسانو حسابونو یا معلوماتو ته لاسرسی تر لاسه شي.

