د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د سعودي عربستان هغه غوښتنه ارزوي چې غواړي ۴۸ پرمختللې اف-۳۵ جنګي الوتکې وپېري.
دغه څو میلیارد ډالري معامله، چې تازه یې یو مهم پړاو په پنتاګون کې تېر کړی، د محمد بنسلمان د واشنګټن له سفر سره هممهاله ده.
راپور زياتوي، پنتاګون له میاشتو راهیسې پر دې معامله کار کوي او اوس موضوع د دفاع وزیر تر کچې رسېدلې، خو لا وروستی تصمیم نهدی نیول شوی.
همدا رنګه د امریکا د قوانینو له مخې، داسې معاملې باید د اسرائیلو پوځي برتري خوندي وساتي؛ چې اسرائیل اوس د اف-۳۵ یوازینی لرونکی هېواد دی.
سعودي عربستان، چې د امریکا ستر پیرودونکی دی، غواړي له دې لارې د خپل هوايي ځواک نوسازي وکړي او د ایران له احتمالي ګواښونو سره مقابله وکړي.

