رویټرز وایي، چې په مکسیکو کې یوه ۲۳ کلنه ټولنیزه مشهوره فعاله والریا مارکیز، چې د ښکلا او سینګار په اړه یې ویډیوګانې خپرولې، د ټيکټاک د ژوندۍ خپرونې پر مهال په ډزو وژل شوې ده.
یاد اژانس وایي، چې دغه پېښه د سهشنبې په ورځ د جالیسکو ایالت د زاپوپان په ښار کې رامنځته شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، مارکیز نږدې ۲۰۰،۰۰۰ تعقیبوونکي په انسټاګرام او ټيکټاک کې لرل.
د یادونې ده چې مکسیکو د لاتینې امریکا له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو پر وړاندې د وژنو کچه پکې لوړه ده.

