رویټرز راپور ورکړی چې سعودي عربستان، قطر او اماراتو ته د ټرمپ وروستي سفر د منځني ختیځ یو نوی نظم ټینګ کړ، چې ایران او اسرائیل یې شاته تمبولي دي.
یاد اژانس وایي، واشنګټن د اسرائیل له لومړي وزیر نتانیاهو ځکه ناخوښه دی، چې هغه د غزې اوربند او له ایران سره د اټومي خبرو مخالفت کوي.
دغه سفر د امریکا له لوري پر نتانیاهو یو ښکاره بېاعتنايي بلل شوې.
رویټرز زیاتوي، امریکا غواړي نتانیاهو ته وښيي چې نور نشي کولای د واشنګټن له بېقید شرطه ملاتړ تمه ولري.

