د رویټرز د راپور له مخې، پاکستاني پوځیانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ملکي تلفات اوښتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.
د طالبانو حکومت ویلي، پاکستاني الوتکو د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د سونتوکو پر ډیپو برید کړی، چې دا ډیپو د ملکي الوتکو او د ملګرو ملتونو د الوتنو لپاره د سونتوکو د برابرولو مهم مرکز دی.
د راپور له مخې، د شپې ناوخته بریدونو د کابل په پلچرخي سیمه کې هم ملکي استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر (یوناما) په وینا، په دې بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

همداراز په ننکرهار ولایت کې د مومنددرې ولسوالۍ پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې د سیمهییزو چارواکو په وینا یوه ښځه او یو ماشوم پکې وژل شوي دي.
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ویلي، چې دغه بریدونه د «غضب للحق» په نوم د پوځي عملیاتو برخه ده او هدف یې د وسلهوالو مرکزونه او د هغوی د ملاتړ بنسټونه دي او په بریدونو کې ملکي وګړي یا ملکي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
بل لور ته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. او د دفاع وزارت ویلي دي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان په کوهاټ کې د پوځ پر یوې اډې د ډرون برید کړی چې پراخ زیان یې ور اړولی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي، خو د طالبانو حکومت وایي چې د ملکي تلفاتو شمېر له سلو اوښتی دی.

