رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي له افغانستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو سره خپلې بشردوستانه مرستې پای ته ورسوي.
دا راپور د امریکا د نړیوالې پرمختیا ادارې د بشرپالنې چارو د پخواني مشر او ۹ نورو سرچینو له قوله ورکړل شوی دی.
د «مرستو لپاره دریځ» په نوم د یوې ولسي ډلې د شمېرو له مخې، د ټرمپ حکومت له ۱.۳ میلیارده ډالرو څخه زیاتې مرستې کمې کړې دي، چې پکې ۵۶۲ میلیونه ډالر افغانستان، ۱۰۷ میلیونه یمن، ۱۷۰ میلیونه سومالیا، ۲۳۷ میلیونه سوریه او ۱۲ میلیونه ډالر غزې ته ټاکل شوي وو.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د خوراکي پروګرام مشره سیندي مککین ویلي چې د دغو مرستو کمښت به میلیونونه کسان د سختې لوږې له امله له ژوند بېبرخې کړي.
نوموړې دغه پرېکړه «د اعدام حکم» بللی او وایي د ټرمپ له حکومت سره په دې اړه تماسونه لري.

