رویټرز خبري آژانس د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره د یوه داسې پلان ارزونه کوي، چې له مخې یې د ایراني نفتلیږدوونکو بېړیو د تګ راتګ مخنیوی او تفتیش وشي.
رویټرز ویلي، چې دا اقدام د یوې نړیوالې موافقې له مخې د وسلو د پراخې تباهۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
د رویټرز سرچینې وايي، د ټرمپ د حکومت چارواکي اوس د هغو لارو غور کوي چې د ایران د نفتلیږدوونکو بېړیو تفتیش په مهمو سمندري لارو، لکه د مالاکا تنګی په آسیا کې ترسره کړي.
د رویټرز یوې سرچینې ویلي:
«اړتیا نشته چې بېړۍ ډوبې شي یا خلک ونیول شي؛ یوازې همدا ځنډونه کولی شي چې غیرقانوني تجارت ته سخت زیان ورسوي.»

