رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا ناسمه ده چې ګواکې د ایران اټومي برنامه په وروستي برید کې بشپړه له منځه تللې.
سرچینې وایي، د ایران غنيشوي یورانیم لا هم خوندي دی او اټومي برنامه یې چې زیاتره یې د ځمکې لاندې ده، یوازې د څو میاشتو لپاره ځنډېدلې.
تر دې وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې دا تاسیسات یې په بشپړ ډول له منځه وړي.

