د رویټرز د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوه دوهپړاویزه طرحه وړاندې شوې چې پکې لومړی سمدستي اوربند او ورپسې دایمي هوکړه شامله ده.
د رویټرز د باخبره سرچینو په حواله، دا طرحه د دې احتمال برابروي چې تهران به له اټومي وسلو تېر شي او په بدل کې به پرې نړیوال بندیزونه کم او کنګل شوې شتمنۍ به یې ازادې شي.
سرچینې زیاتوي، که دا وړاندیز ومنل شي، نه یوازې به جګړه سمدستي ودرېږي، بلکې د هرمز تنګي مهمه سمندري لار به هم بېرته پرانیستل شي.
په ورته مهال، راپورونه ښيي چې د پاکستان د پوځ قومندان د منځګړیتوب هڅو په ترڅ کې له لوړپوړو امریکايي او ایراني چارواکو سره جلا جلا اړیکې نیولې دي، چې پکې د امریکا مرستیال ولسمشر جی ډي وانس، ځانګړی استازی سټیو ویتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي شامل دي.

