رویټرز د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې حماس د غزې پر هغو سیمو خپل کنټرول پراخوي چې اسراییلو ترې شاتګ کړی او دې کار د دې ډلې د سیالانو شکونه زیات کړي چې ایا حماس به رښتیا هم له واکه د وتلو ژمنه عملي کړي او که نه.
د راپور له مخې، د تېرې میاشتې اوربند وروسته حماس په چټکۍ سره خپل حضور پیاوړی کړی او هغه فلسطینیان یې اعدام کړي چې د اسراییلو سره د همکارۍ او یا د جرمونو په تور تورن وو.
نړیوال ځواکونه له حماس غواړي چې بېوسلې شي او واک پرېږدي، خو لا هم دې ته بدیل اداره نه ده روښانه شوې.
د غزې لسګونو اوسېدونکو رویټرز ته ویلي چې حماس په غیرمستقیمو لارو خپل کنټرول سخت کړی، د سیمو د داخلېدونکو توکو څارنه کوي او پر ځینو وارداتي شخصي توکو لکه سونتوکو او سګرټو مالیه لګوي او هغه سوداګر جرمانه کوي چې د لوړې بیې توکي راولي.
خو د حماس د رسنیو د دفتر مشر، اسماعیل الثوابته، دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د سګرټو او سونتوکو مالیه لوړول ناسم ادعا ده.

