تاجکستان د افغانستان له پولې سره د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له روسیې غوښتي چې ګډه پولهساتنه یا ګزمې پیل کړي.
دغه غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د پولې ترڅنګ په یوه اونۍ کې د دوو جلا بریدونو په پایله کې پنځه چینايي کارکوونکي چې د کانونو او جوړولو په پروژو بوخت وو، ووژل شول.
دوشنبې د پولې وضعیت ناارام بللی او ټینګار یې کړی چې د روسیې بېړنۍ همکاري ضروري ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د تاجکستان او روسیې ترمنځ د ګډو سرحدي ګزمو د جوړښت لپاره خبرې روانې دي.
دغه ګډې ګزمې به د افغانستان سره په ۸۵۰ کیلومتره اوږده پوله ترسره شي.
روسیه دا مهال په تاجکستان کې زرګونه پوځیان لري، او دواړه هېوادونه د مسکو په مشرۍ د CSTO امنیتي تړون غړي دي.

