د رویټرز د راپور له مخې، د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د ایران حکومت په وروستیو کې د پارچین په پوځي کمپلکس کې، چې د تهران سوېل ختیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومتره واټن لري، پر یوې نوې تاسیسۍ دروند کانکریټي حفاظتي جوړښت جوړ کړی او بیا یې د خاورې لاندې پټ کړی دی.
همدارنګه، رویټرز د جنورۍ په ۲۹مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په اشارې ویلي، تازه د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د اصفهان په اټومي کمپلکس کې دوه تونلونو بیا د خاورې لاندې پټ شوي دي؛ هغه ځای چې امریکا د تېر جون په میاشت کې بمبار کړي وو.
راپور وایي، د تونلونو بندول کولای شي د احتمالي هوايي برید اغېز کم کړي او همدارنګه د ځانګړو ځواکونو لپاره د ځمکنۍ حملې پر مهال د لوړې کچې غني شوي یورانیمو ته لاسرسی ډېر ستونزمن کړي.

