رویټرز خبر ورکړی، چې قطر او امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطر د امریکا په غوښتنه د حماس له مشرانو غوښتي چې له دغه هېواد څخه ووځي.
راپور کې راغلي، دا غوښتنه وروسته تر هغې شوې، چې حماس غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وروستۍ طرحې ته د رد ځواب ورکړی دی.
سرچینه زیاتوي، امریکا په قطر او ټولو متحدینو غږ کړی، چې تر دې وروسته د حماس مشرانو ته ځای ورنکړي.

