رویترز راپور ورکړی چې هند د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله د مرستو د زیاتولو په هڅه کې دی، څو د سیمې د لومړي ځواب ورکوونکي په توګه ځان وښيي او د چین نفوذ محدود کړي.
د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د زلزلې وروسته له طالبانو سره د اړیکې نیولو له لومړیو چارواکو څخه و او له دې سره سم یې د ۱۵ ټنو خوراکي توکو تر لېږلو وروسته د طبي تجهیزاتو د استولو ژمنه هم کړې ده.
هندي حکومت په ایکس شبکه کې د IndiaFirstResponder# هشتګ لاندې دغه مرستې تبلیغ کړي دي.
همدارنګه چین اعلان کړی چې د بلخ او سمنګان د زلزلهځپلو لپاره د مرستو وړتیا لري.
راپور زیاتوي چې هند او چین دواړه غواړي له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي.

