د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه موقتاً وایستل.
د روسیې لویې څارنوالۍ ویلي، دا پرېکړه د هغو قانوني بدلونونو پر بنسټ شوې چې تېر کال د ترهګرۍ ضد او اداري قضايي قانون کې راوستل شوي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې ویلي و چې طالبان اوس د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې یو متحد دي، او په همدې اساس دا بدلون رامنځته شوی.
سره له دې چې روسیې له طالبانو سره خپل سیاسي او اقتصادي اړیکي پراخې کړي، لا هم یې دا ډله د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندلې.
ټاکل شوې چې د محکمې دا پرېکړه به په پنځو ورځو کې د روسیې امنیتي ادارو ته وسپارل شي، تر څو د ترهګرو ډلو نوملړ له مخې تازه شي.

