په روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر ګل حسن حسن ویلي چې کابل لېواله دی له مسکو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د اړتیا وړ انرژي له روسیې څخه ترلاسه کړي.
نوموړي د روسیې له دولتي ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې څرګنده کړې چې افغانستان د تېلو او ګازو د پېر لپاره چمتو دی؛ خو دا به هغه وخت عملي شي چې پر ځینو محدودیتونو، په ځانګړي ډول پر بانکي بندیزونو، نرمښت راوستل شي.
د سفیر په وینا، د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې افغانستان کولای شي له روسیې څخه نه یوازې تېل او ګاز، بلکې درمل، صنعتي وسایل، غلهجات، غوړي او نور اړین توکي هم وارد کړي.
حسن همداراز ویلي چې افغانستان د صادراتو په برخه کې روسیې ته د وچو او تازه مېوو، سبزیجاتو، طبي بوټو، افغاني غالیو او کاني موادو د لېږد وړتیا لري.
سفیر زیاته کړې چې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه هڅې روانې دي، څو په نږدې راتلونکي کې په مسکو کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو یو ځانګړی نندارتون هم جوړ شي، تر څو روسي بازار ته د افغان توکو د ورپېژندلو زمینه برابره شي.

